د افغانستان بنسټيزه کړنلاره

لومړی څپرکی
دولـت
افغانستان، خپلواك، واحد، اونه بېلېدونكى اسلامي جمهوري دولت دى.
د افغانستان دين، د اسلام سپېڅلى دين دى. د نورو اديانو پيروان د خپلو ديني مراسمو په ترسره كولو كې، دقانون د حكمونو په حدودو كې آزاد دي.
په افغانستان كې هېڅ قانون نشي نافذيدلى چې د اسلام د سپېڅلي دين او په دې اساسي قانون كې د راغلو ارزښتونو، مخالف وي.
په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يايې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي. د ملت هيچ يو فرد له افغاني تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت او پناه وركولو پورې اړوندې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
ددې اساسي قانون او نورو قوانينو د حكمونو تطبيق، له استقلال، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع د هېواد د امنيت او د دفاعي قابليت تاْمين، د دولت له اساسي وظيفو څخه دي.
دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د اولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى.
دولت د ملګروملتو د منشور، دبين الدول د معاهدو د نړېوالو ميثاقونو چې افغانستان دهغو سره تړاو لري، او د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت كوي. دولت د هر راز تروريستي اعمالو، دمخدره موادو د كرلو او قاچاق مخنيوى كوي.
دولت د هېواد خارجي سياست دخپلواكۍ، ملي ګټو ځمكنۍ بشپړتيا په ساتلو، مداخله نه كولو، ښه ګاونډيتوب، دوه اړخيز درناوي او دحقوقو د برابرۍ پربنسټ تنظيموي.
كانونه، او نورې ترځمكې لاندې زيرمې د دولت ملكيت دى. د دولت دملكيتونوساتنه او اداره او له طبيعى زيرمو او نورو عامه ملكيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له ليارې تنظيميږي.
دولت، خصوصى پانګې اچونې او خصوصى تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پربنسټ د قانون له حكمونو سره سم، هـڅوي، ملاتړ يې كوي او مصـونيت يې تضمينوي.
په كورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پورې تړلې چارې د هېواد له اقتصادي غوښتنو او د خلكو له ګټو سره سمې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
دافغانستان بانك، د دولت مركزي بانك او مستقل دى. د پيسو نشرول، د هېواد د پولي سياست طرح او تطبيق، دقانون له حكمونو سره سم د مركزي بانك صلاحيت دي. ددې بانك تشكيل اودكارډول د قـانون له ليارې تنظيمېږي.
دولت د صنايعو د پراختيا، د توليد د ودې او دخلكو د ژوند د سطحې د لوړتيا او د كسبګرو د كار د ملاتړ لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د ميشتولو او د دوي د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالى امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي.
لرغونى آثار د دولت ملكيت دى. دولت مكلف دى چې د لرغونو آثارو د ساتنې او د ژوند د چاپېريال د ښه والي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.
د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي. دولت د افغانستان د ټولو ژبو د پياوړتيا او پراختيا لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي. د مطبوعاتو اود راډيو تلويزيون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو، آزادې دي.
دولت په بېلابېلو سطحو كې د معارف د لوړولو او د دينى زده كړو د پرمختيا او دجوماتونو، مدرسو او ديني مركزونو د وضعې د ښه والي او تنظيم لپاره لازم تدبيرونه نيسي.
د دولتي ادارو د كارrد هېواد د كليزې مبداْ د پيغمبراكرم پر هجرت ولاړ دى. بنسگټ هجري لمريز كال دى. جمعه د عمومي رخصتۍ ورځ ده، نورې رخصتۍ د قانون په واسطه تنظيمېږي.
د افغانستان بيرغ له دريو، تور، سور او زرغون رنګ لرونكو ټوټو څخه جوړ دى، درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي توګه سره پرتې او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې د افغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى. د افغانستـان د دولـت ملي نښگان له سپين رنګي محـراب او منبر څخه جوړ دى، چـې په دوو څنډو كـې يې دوه بيرغـونه او په منځ كې يې په برنۍ برخه كې د "لااله الا الله محمد رسول الله" مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د 1298 هـ ل تاريخ او د"افغانستان" كلمه، راغلي چې له دوو خوا وو څخه د غنمو وږي پرې راګرځول شوى دى. لـه بيرغ او ملي نښان څخه د استفادې څرنګوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي.
د افغانستان ملي سرود په پښتو ژبه دى.
د افغانستان پايتخت دكابل ښار دى.
دويم څپرکی
د اتباعو اساسي حقوق او وجايب
دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري. در ويشتمه ماده لورېينه او د انسان ژوند د خداى دى، هېڅوك له قانوني مجوزه پرته له دې حقه بې برخې كېداىYطبيعي حق نشي.
آزادي د انسان طبيعي حق دى، دا حق د نورو له آزادۍ او له عامه مصالحو پرته، چې د قانون له ليارې تنظيمېږي، حدود نه لري. د انسان آزادي او كرامت له تېري خوندي دي. دولت د انسان د آزادۍ او كرامت په درناوي اوساتنه مكلف دى.
د ذمې برائت اصلي حالت دى متهم ترڅو چې د باصلاحيته محكمې په قطعى حكم محكوم عليه ونه ګرځي، بې ګناه ګڼل كېږي.
جرم، يو شخصى عمل دى. د متهم تعقيبول، نيول، توقيفول او پرهغه باندې د جزا تطبيق بل هېچا ته سرايت نه كوي.
هېڅ يو عمل جرم نه ګڼل كېږي خو دهغه قانون له مخې چې د جرم تر ارتكاب دمخه نافذ شوى وي. هېڅوك د قانون له حكمونو پرته تعقيبېداى، نيول كېداى توقيفېداى نه شي. هېچاته سزا نشي وركول كېداى مګر د با صلاحيته محكمې په حكم او د هغه قانون له احكامو سره سم چې د اتهام وړ عمل ترارتكابه مخكې نافذ شوى وي.
د افغانستان هېڅ يو تبعه په جرم باندې د متهم كېدو له امله، بهرني دولت ته نه سپارل كېږي، مګرد ورته معاملې او د هغو نړيوالو تړونونو له مخې چې افغانستان ورسره تړاو لري. هېڅ افغان د تابعيت په سلبېدو او په افغانستان كې دننه يا بهر په شړل كېدو نه محكومېږي.
د انسان تعذيب منع دي. هېڅوك نه شي كولاى چې له بل شخص څخه حتى د حقايقو د ترلاسه كولو لپاره كه څه هم تر تعقيب، نيونې يا توقيف لاندې وي اويا په جزا محكوم وي، د هغه د تعذيب لپاره اقدام وكړي يا يې د تعذيب امر وركړي. د داسې جزا ټاكل چې د انساني كرامت مخالفه وي، منع دي.
هغه څرګندونې، اقرار يا شهادت چې له متهم يا بل شخص څخه په زور ترلاسه شي، اعتبار نه لري. په جرم اقرار، د متهم هغه اعتراف ته وايي چې په بشپړه خوښه او د عقلى روغتيا په حالت كې يې د باصلاحيته محكمې په وړاندې كړى وي.
هر څوك كولاى شي چې له نيول كېدو سره سم له ځانه د اتهام دلرې كولو او يا د حق د ثابتولو لپاره مدافع وكيل وټاكي. متهم له نيولو سره سم حق لري چې له منسوب اتهامه ځان خبر كړي او د هغې مودې دننه چې قانون ټاكلې محكمې ته حاضر كړى شي. دولت په جنايي پېښو كې د بيوزلى متهم لپاره مدافع وكيل ټاكي. د مدافع وكيلانو دندې او واكونه د قانون په واسطه تنظيمېږي.
پور د پوروړي د آزادۍ د سلبېدو يا محدوديدو سبب نشي كېدلاى. د پور د بيرته اخيستلو لارې چارې او وسايل د قانون په وسيله تنظيمېږي.
د افغانسـتان اتـباع د انتخـابولو او د انتخابېدو حق لري. له دې حق څخه د ګټې اخيستو شرايط او لارې د قانون په وسيله تنظيمېږي.
د بيان آزادي له تېرې څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چې خپل فكر د وينا، ليكنې، انځور او يا په نورو وسيلو له لارې په دې اساسي قانون كې د راغلو حكمونو په رعايت، څرګند كړي. هر افغان حق لري د قانون له حكمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخكې له مخكې دولتي مقامونو ته وښيي، خپاره او نشر كړي. د مطبعو، راډيو تلويزيون، مطبوعاتو او نورو ډله ييزو رسنيو پورې مربوط حكمـونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.
د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو مادي او يا معنوي غوښتنو د تاْمين لپاره ، د قانون له حكمونو سره سم ټولنې جوړې كړي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون له حكمونو سره سم، سياسي ګوندونه جوړ كړي، په دې شرط چې :
1. د ګوند تګلاره او كړنلاره د اسلام د سپېڅلي دين د احكامو او په دې اساسي قانون كې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالف نه وي.
2. د ګوند تشكيلات او مالي سرچينې څرګندې وي.
3. نظامي او شبه نظامى تشكيلات او هـدفونه ونه لري.
4. له بهرنيو سياسي ګوندونو يا نورو بهرنيو منابعو سره تړلى نه وي.
د قوم، سيمې، ژبې او مذهب پربنسټ د ګوند جوړول او فعاليت كول، جواز نه لري. هغه جمعيت او ګوند چې د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي دقانونى موجباتواو باصلاحيتې محكمې له حكمه پرته نه منحل كېږي.
د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تاْمين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي.
د اشخاصود مخابرې او ليكونو آزادي او محرميت كه په ليكلي ډول وي يا د ټلفون او تلګراف يا نورو وسيلو له لارې، له تېگري څخه خوندي دي. دولت د اشخاصو د مخابرو او ليكونو د پلټنې حق نه لري مګر د قانون له حكمونو سره سم.
د شخص استوګنځى له تېري څخه خوندي دى. هېڅوك د دولت په ګډون نشي كولاى د استوګن له اجازې يا د واكمنې محكمې له پرېكړې پرته او بې له هغو حالاتو او لارو چې په قانون كې ښودل شوي، د چاكور ته ورننوزي يا يې وپلټي. د څرګند جرم په مورد كې مسوول مامور كولاى شي د محكمې له مخكينۍ اجازې پرته د شخص كورته ورننوزي يا هغه وپلټي. نوموړى مامور مكلف دى كور ته له ننوتو يا پلټنې وروسته ، په هغه موده كې چې قانون يې ټاكي د محكمې پرېكړه ترلاسه كړي.
هر افغان حق لري د هېواد هرګوټ ته سفر وكړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چې قانون منع كړې وي. هرافغان حق لري د قانون له حكمونوسره سم له افغانستان څخه بهر سفروكړي او بېرته راستون شي. دولت له هېواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو، ساتنه كوي.
ملكيت له تېري څخه خوندي دى. هېڅوك دملكيت د ترلاسه كولواو په هغه كې له تصرف كولوڅخه نه منع كېږي. مګرد قانون په حدودوكې. د هېچا ملكيت د قانون له حكم او د باصلاحيته محكمې له پرېكړې څخه پرته نه مصادره كېږي. د شخص د ملكيت استملاك يوازې دعامه ګټو د تاْمين په مقصد د مخكيني او عادلانه بدل په وركولو، د قانون له مخې، مجاز دى. د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان يوازې د قانون په حكم كېداى شي.
بهرني اشخاص په افغانستان كې د عقاري مالونو د ملكيت حق نه لري. دعقار اجاره د پانګې اچونې په منظور د قانون له حكمونو سره سم جواز لري. د بهرنيو ملكونو په سياسى نمايندګيو باندې او په هغو بين المللى موْسسو باندې چې افغانستان پكې غړيتوب لري دعقارى مالونو پلورل دقانون له حكمونو سره سم جواز لري.
هر افغان مكلف دى د قانون له حكمونو سره سم دولت ته ماليه او محصول وركړي. هېڅ راز ماليه او محصول، د قانون له حكمه پرته نه وضع كېږي. د ماليې او محصول اندازه او د وركړې ډول يې د ټولنيز عدالت په رعايت سره د قانون په وسيله ښوول كېږي. دا حكم د بهرنيو كسانو او موْسسو په برخه كې هم تطبيقېږي. هر ډول تاديه شوې ماليه، محصول او عايدات، دولتى واحد حساب ته تحويلېږي.
زده كړه د افغانستان دټولو اتباعو حق دى چې ترثانوي دورې وړيا د دولت له خوا تاْمينېږي. دولت مكلف دى چې په ټول افغانستان كې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده كړو د تاْمين لپاره اغېزمن پروګرام وضع اوتطبيق كړي او د مورنيوژبو د تدريس لپاره په هغوسيمو كې چې پرې خبرې كېږي لاره هواره كړي.
دولت مكلف دى د ښځو د زده كړو د توازن او پراختيا په منظور، دكوچيانو دزده كړو د ښه والي اوپه هېواد كې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيق كړي.
دولت د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونو پر بنسټ د ملي فرهنګ او له علمي اصولو سره سم، واحد تعليمى نصاب جوړ او تطبيقوي او د ښوونځيو د ديني مضمونونو نصاب په افغانستان كې د شتو اسلامي مذهبونو پر بنسټ تدوينوي.
د لوړو، عمومي او اختصاصي زده كړو د موْسسو جوړول او اداره كول، د دولت دنده ده. د افغانستان اتباع كولاى شي د دولت په اجازه د لوړو، عمومي، اختصاصي او دسواد د زده كړو د موْسسو په جوړولو لاس پورې كړي. دولت كولاى شي بهرنيو كسانو ته هم د قانون له حكمونو سره سم د لوړو او عمومي زده كړو د موْسسو دجوړولو اجازه وركړي. د لوړو زد ه كړو په دولتي موْسسوكې دشاملېدو شرطونه او له هغو سره نورې مربوطې چارې، د قانون له ليارې تنظيمېږي.
دولت د علم، فرهنګ، ادب او هنر د پرمختګ لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړوي. دولت د موْلف، مخترع او كاشف حقوق تضمينوي او په ټولو برخو كې علمي څېړنې هڅوي او ملاتړ يې كوي او دهغو له نتيجو څخه اغېزمنه ګټه اخيستنه د قانون له حكمونو سره سم عاموي.
كار د هر افغان حق دى. د كار د ساعتونو ټاكل، او با معاشه رخصتۍ، دكار اوكارګر حقوق او له هغو سره نورې مربوطې چارې د قانون په وسيله تنظيمېږي. د قانون دحكمونو په حدودو كې د كار اوكسب انتخاب آزاد دى.
د جبري كار تحميل منع دى. جبري كار دجګړې، آفتونو او نورو داسې حالاتو په وخت كې چې د عامو خلكو ژوند او هوساينه تهديد كړي، له دې امر څخه مستثنى دى. پرماشومانو د كار تحميل جواز نه لري.
دولت مكلف دى چې د يوې سالمې ادارې او د هېواد په اداري سيستم كې د سمون د رامنځ ته كېدو لپاره، لازم تدبيرونه ونيسي. اداره خپل اجراآت په بشپړه بې طرفۍ او د قانون له حكمونو سره سم عملي كوي. د افغانستان اتباع حق لري د قانون دحكمونو په حدودو كې د دولتى ادارو څخه اطلاعات ترلاسه كړي. دا حق د نورو حقوقو او عامه امنيت ته له زيان رسولو پرته، حدود نه لري. د افغانستان اتباع د اهليت له مخې او له هر ډول توپير پرته د قانون له حكمونو سره سم د دولت په خدمت منل كېږي.
هرڅوك چې له ادارې څخه بې موجبه زيانمن شي د تاوان اخيستلو مستحق دى او كولاى شي د تاوان دترلاسه كولو لپاره په محكمه كې دعوا اقامه كړي. له هغو حالاتو پرته چې قانون ښودلى، دولت نشي كولاى د باصلاحيته محكمې له حكمه پرته د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو لپاره اقدام وكړي.
دولت د افغانستان دټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او دعلاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تاْمينوي. دولت له قانون سره سم دخصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مركزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې كوي. دولت د سالمې بدني روزنې د پياوړتيا او دملي او سيمه ييزو ورزشونود پراختيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي.
دولت د شهيدانواو مفقودينو د پاتې كسانو، له معلولينو او معيوبينو سره دمالي مرستواو روغتيايى خدمتونو د تنظيم لپاره د قانون له حكـمونو سره سـم لازم تدبيرونه نيسي. دولت د متقاعدينو حقوق تضمينوي او له زړو كسانو، بې سر پرسته ښځو او بې وسه يتيمانو سره د قانون له حكمونو سره سم لازمې مرستې كوي.
كورنۍ د ټولنې اساسي برخه جوړوي او د دولت تر ملاتړ لاندې ده . دولت د كورنۍ او په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د جسمي او روحي روغتيا د تاْمين او دماشومانو د روزنې او د اسلام د سپېڅلي دين له احكامو سره د مغايرو رسومو د له منځه وړو لپاره لازم تدبيرونه نيسي.
له هېواد څخه دفاع د افغانستان د ټولو اتباعو وجيبه ده. د عسكري مكلفيت د دورې د تيرولو شرطونه د قانون له ليارې تنظيمېږي.
د اساسي قانون د حكمونو پيروي، د قوانينو اطاعت او دعامه نظم او امنيت ساتل د افغانستان د ټولو خلكو وجيبه ده. د قانون له حكمونو څخه بې خبرې عذر نه ګڼل كېږي.
دولت په افغانستان كې د خارجي اتباعو حقوق او آزادۍ له قانون سره سم تضمينوي. دا كسان د بين المللي حقوقو د قواعدو په حدودوكې د افغانستان د دولت د قوانينو په رعايت مكلف دي.
دولت په افغانستان كې د بشر د حقوقو د رعايت د څارنې او ملاتړ لپاره، د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواك كمېسيون جوړوي. هرڅوك كولاى شي دخپلواساسي حقوقود نقض په صورت كې دې كمېسيون ته شكايت وكړي. كميسيون كولاى شي د افرادو د اساسي حقوقو د نقض موارد قانوني مربوطو څانګو ته راجع كړي او دهغوي له حقوقو څخه په دفاع كې مرسته وكړي. دكمېسيون جوړښت او د كار ډول يې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
هېڅوك نشي كولاى په دې اساسي قانون كې له راغلو آزاديو او حقوقوڅخه په ناوړه استفاده د هېواد د خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، ملي واكمنۍ او ملي وحدت پرضد عمل وكړي.
دريم څپرکی
جمهور رئيس
جمهور رئيس د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سر كې ځاى لري چې خپل واكونه په اجرائيه، مقننه او قضائيه برخو كې ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم عملي كوي. جمهور رئيس دملت په وړاندې مسئول دى. جمهور رئيس يو مرستيال لري. جمهور رئيس د خپل مرستيال نوم د ځان له كانديدولو سره يوځاى ملت ته اعلاموي. د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس د غياب، استعفاء او يا مړينې په حالاتوكې ددې اساسي قانون له مندرجو حكمونو سره سم كار كوي.
جمهور رئيس د راې وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو، او مستقيمو رايو وركولو له لارې په سلو كې ترپنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي. د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نيټه پاى ته رسېږي. دنوي جمهور رئيس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو دننه كې د جمهور رئيس د كار ترپاى ته رسيدو دمخه سرته رسېږي . كه چېرې په لومړي پړاو كې له كانديدانو څخه يو هم ونه كړاى شي چې په سلو كې تر پنځوسو زياتې رايې ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتايجو د نيټې تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كې ترسره كېږي. دا ځل يوازې هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كې برخه اخلي چې په لومړي پړاو كې يې تر ټولو زياتې رايې ترلاسه كړې وي. د انتخاباتو په دويم پړاو كې هغه څوك چې د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس ګڼل كېږي. كه چېرې د جمهوري رياست يو كانديد د راى ګيرۍ د لومړي يا دويم پړاو يا هم د انتخاباتو دنتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي. د جمهـورى رياست لپاره انتـخابات، د انتخاباتو د څارنې د خپلواك كمېسيون تـرڅارنې لاندې ترسره كېږي. دا كمېسيون په هېواد كې پر هر راز انتخاباتو او ټولپوښتنې د څارنې لپاره د قانون له حكمونو سره سم، جوړېږي.
څوك چې جمهورى رياست ته كانديدېږي، بايد دلاندنيو شرطونو لرونكي وي:
1. د افغانستان تبعه ، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلي وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري.
2. د كانديدېدو په ورځ يې عمر ترڅلوېښتو كلونو لږ نه وي.
3. دمحكمې له خوا په بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي.
هيڅ شخص نشى كولاى له دوو دورو زيات د جمهور رئيس په حيث وټاكل شي. په دې ماده كې راغلى حكم د جمهور رئيس د مرستيال په برخه كې هم تطبيقېږي.
جمهور رئيس د كار تر پيل دمخه، د ځانګړي كړنلارې سره سم د قانون له ليارې تنظيـمېږي دا لاندې لوړه يادوي: بسم الله الرحمن الرحيم په نامه، لوړه كوم چې د "د لوى خداى د سپېڅلي دين د حكمونو پيروي او ساتنه وكړم، د اساسي قانون اوYاسلام نورو قوانينو رعايت او د تطبيق څارنه وكړم، د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ، او دافغانستان د خلكو حقوق او ګټې خوندي كړم اوYځمكنۍ بشپړتيا ساتنه له دربار څخه د د لوى خداى مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلكو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره كې خپلې هڅې تر سره كړم".
جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفې لري:
1. د اساسي قانون د اجرا څارل.
2. د هېواد د سياست د اساسي كرښو ټاكل.
3. د افغانستان د وسله والو ځواكونو سترمشرتوب.
4. د ملي شورى په تاييد دجګړې او متاركې اعلانول.
5. د ځمكني بشپړتيا او د خپلواكي دساتنې د دفاع په حالت كي د وړ تصميم نيول.
6. د ملي شوري په تاييد له افغانستان څخه بهر ته د وسله والو ځواكونو د ټولګيو لېږل.
7. ددې اساسي قانون په (نهه شپېتمه) ماده كې له راغلي حالت پرته، د لويې جرګې راغوښتل،
8. د ملي شورى په تاْييد د اضطراري حالت اعلان او دهغه پاى ته رسول.
9. د ملي شورى او لويې جرګې دغونډو پرانستل.
10. د جمهوري رياست د مرستيال د استعفى منل.
11. د ولسى جرګې په تاييد د وزيرانو او لوى څارنوال ټاكل او د هغوى عزلول او داستعفى منل.
12. د ملي شورى په تاييد د سترې محكمې د رئيس او غړيو ټاكل.
13. د قانون له حكمونوسره سم د قاضيانو، وسله والو ځواكونو د منصبدارانو د پوليسو او د ملى امنيت او د لوړ رتبه مامورينو ټاكل، تقاعد وركول، د استعفى منل او عزلول.
14. په بهرنيو هېوادونو او نړېوالو موْسسو كې د افغانستان د سياسي نمايندګيو د مشرانو ټاكل.
15. په افغانستان كې د بهرنيو سياسي نمايندګانو د باورليكونو منل.
16. د قوانينو او تقنيني فرمانونو توشيح كول.
17. د قانون له حكمونو سره سم د دولتونوترمنځ د معاهداتو اوبين المللى ميثاقونو د تړون لپاره د باور ليكونو وركول.
18. د قانون له حكمونو سره سم د جزاګانو تخفيف او بخښل.
19. د قانون له حكمونو سره سم د مډالونو، نښانونو او افتخاري لقبونو وركول.
20. د ولسى جرګې په تاْييد د مركزي بانك د رئيس ټاكل.
21. د هېواد د ادارې د سمون لپاره، د قانون له مخې، د كمېسيونونو جوړول.
22. په دې اساسي قانون كې نور راغلي واكونه او دندې.
جمهور رئيس كولاى شي په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چاروكې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي. ټولپوښتنه بايد د دې اساسى قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي.
جمهور رئيس په دې اساسي قانون كې د راغلو واكونو د عملي كولو په برخه كې د افغانستان د خلكو لوړ مصلحتونه په پام كې نيسي. جمهور رئيس نشي كولاى چې د قانون له حكمه پرته دولتي ملكيتونه او شتمنۍ وپلوري او يا يې وبخښي. جمهور رئيس نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او ګوندي ملحوظاتو ګټه واخلي.
د جمهور رئيس د استعفى، عزل، مړينې او يا په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته كېدلو په صورت كې چې د دندې د اجرا مخه نيسي، د جمهور رئيس مرستيال د جمهور رئيس واكونه او دندې په غاړه اخلي. جمهور رئيس خپله استعفى په خپله ملى شورى ته اعلاموي. د صعـب العلاجـه ناروغۍ تثبـيت د هـغه طبـى هيئت لـه خـوا كېږي چـې ســتره محكمه يې ټاكي. په داسې حالاتو كې د نوي جمـهور رئيس د ټاكلو لپاره په درې مېاشتو كې دننه ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم انتخابات كېږي. د جمهور رئيس مرستيال د لنډ مهاله جمهور رئيس په توګه، د وظيفې د ترسره كولو په موده كې لاندينۍ چارې نشى ترسره كولاى :
1. د اساسي قانون تعديل.
2. د وزيرانو عزل.
3. ټولپوښتنه.
د جمهور رئيس مرستيال د قانون له حكمونو سره سم كولاى شي ځان جمهوري رياست ته كانديد كړي. د جمهور رئيس په غياب كې د مرستيال دندې د جمهور رئيس په واسطه ټاكل كېږي.
كه چېرې د جمهور رئيس مرستيال استعفى وكړي او يا مړشي د هغه پرځاى بل شخص د جمهور رئيس په وړانديز او د ولسى جرګې په تاْييد ټاكل كېږي. د جمهور رئيس او د هغه د مرستيال د يوځايى مړينې په صورت كې په ترتيب سره د مشرانو جرګې رئيس د ولسى جرګې رئيس او د بهرنيو چارو وزير يو په بل پسې د دې اساسي قانون د (اوه شپېتمې) مادې له حكم سره سم د جمهور رئيس وظيفې په غاړه اخلي.
په بشرى ضد جرمونو، ملي خيانت يا دجنايت په ارتكاب باندې د جمهور رئيس اتهام د ولسي جرګې د ټولو غړيو له دريو څخه د يوې برخې له خوا غوښتل كېداى شي. كه چېرې داغوښتنه د ولسي جرګې د ټولو رايوله دريو څخه د دووبرخو د رايو له خوا تاْييد شي، ولسي جرګه د يوې مېاشتې په دننه كې لويه جرګه دايروي. كه لويه جرګه منسوب شوى اتهام د ټولو غړيو له دريو څخه د دوو برخو د رايو په اكثريت تصويب كړي، جمهور رئيس له دندې څخه ګوښه او موضوع ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي. ځانګړې محكمه د ولسى جرګې له دريو غړيو، د سترې محكمې له دريو غړيو چې لويه جرګه يې ټاكي او د مشرانو جرګې له رئيس څخه جوړېږي. دعوى د هغه شخص له خوا چې د لويه جرګې له خوا ټاكل كېږي اقامه كېږي. په دې حالت كې د دې اساسي قانون په (اوه شپېتمه) ماده كې راغلي حكمونه تطبيقېږي.
د جمهور رئيس تنخوا او لګښتونه د قانون له ليارې تنظيمېږي. جمهور رئيس دخدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د عزل له حالته پرته د خپل ژوند ترپاتې مودې پورې د جمهوري رياست د دورې له مالي حقوقوڅخه د قانون له حكمونو سره سم، ګټه اخلي.
څلورم څپرکی
حكومت
حكومت له وزيرانوڅخه جوړ دى چې د جمهور رئيس تر رياست لاندې كاركوي. وزيران د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي او د تاييد لپاره ملى شورى ته ورپېژندل كېږي. د وزيـرانو شمېر او دندې د قانـون له ليارې تنظيمېږي.
څوك چې د وزير په توګه ټاكل كېږي بايد لانديني شرطونه ولري:
1. د افغانستان تبعه وي.
2. تحصيل، كاري تجربه او ښه شهرت ولري.
3. عمر يې تر پنځه دېرش كلونو لږ نه وي.
4. د محكمې له خوا د بشرى ضد جرمونو او جنايت په ارتكاب محكوم نه دي او يا له مدني حقوقو څخه به محروم شوى نه وي.
وزيران كېداى شي د ملي شورى له غړيو او يا له هغې د باندې وټاكل شي. كله چې د ملي شورى غړى د وزيـر په توګه وټاكل شي، په شورى كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي. او د هغـه پرځاى بل شخـص د قانون له حكم سره سم ټاكل كېږي.
وزيران د وظيفې له پيله مخكې د جمهور رئيس ، په وړاندې، لاندينۍ لوړه كوي: بسم "د لوى خداىYالله الرحمن الرحيم په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپېڅلي دين د حكمونو گ حمايت، د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو رعايت، داتباعو دحقوقو حفاظت، د افغانستان د خپلواكۍ ، ځمكنۍ بشپړتيا او د خلكو د ملي وحدت ساتنه وكړم او خپلو ټولو اعمالو كې خداى رښتينولى سرتهYپه حاضر وګڼم او خپلې راسپارل شوې وظيفې په رسوم! "
حكومت لاندينۍ وظيفې لري:
1. ددې اساسي قانون، نورو قوانينو او د محكمو د قطعى پرېكړو عملي كول.
2. د خپلواكۍ ساتل، له ځمكنۍ بشپړتيا څخه دفاع او په نړيواله ټولنه كې د افغانستان د حيثيت او ګټو ساتل.
3. د عامه نظم او امن ټينګول او د هر راز اداري فساد له منځه وړل.
4. د بودجې ترتيبول، د دولت د مالي وضعې تنظيمول او د عامه شتمنۍ ساتل.
5. دټولنيزو،فرهنګي، اقتصادي اوتكنالوژۍ د پرمختيايي پروګرامونه طرح او تطبيقول.
6. ملي شورى ته د مالي كال په پاى كې د سرته رسيدلوچارو او د نوي مالي كال د مهمو پروګرامونو په باب ګذارش وركول.
7. د هغونورو وظيفو ترسره كول چې ددې اساسي قانون او نورو قوانينو له مخې دحكومت له وظايفو څخه ګڼل شويدي.
حكومت د هېواد دسياست د اساسي كرښو د تطبيق او دخپلو وظيفو د تنظيمولو لپاره مقررات وضع اوتصويبوي. د امقررات بايد د هېڅ قانون له متن يا روح سره مناقض نه وي.
وزيران خپلې دندې د اداري واحدونو د آمرينو په توګه په هغو حدودوكې چې دا اساسي قانون او نور قوانين يې ټاكي، سرته رسوي. وزيران دخپلوټاكلو دندوڅخه د جمهور رئيس او ولسى جرګې په وړاندې مسووليت لري.
كه چېرې وزير په بشري ضد جرمونو، ملي خيانت او يا په نورو جرمونو متهم شي، موضوع ددې اساسي قانون د (يوسلوڅلوردېرشمې) مادې له مخې ځانګړې محكمې ته سپارل كېږي.
حكومت كولاى شي د ولسى جرګې د تعطيل په حالت كې له بودجې او مالي چارو پرته ، د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورى د لومړۍ غونډې ترجوړېدو وروسته د ديرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي. اوكه د ملي شورى له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.
وزيران نشي كولاى د خپل كار په دوران كې له خپل مقام څخه په ژبنيو، سيمه ييزو، قومي، مذهبي او ګوندي ملحوظاتو ګټه واخلي.
پنځم څپرکی
ملي شورى
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شورى، د ستر تقنيني اورګان په توګه دخلكو د ارادې ښكارندويه ده او د ټول ملت نمايندګي كوي. د شورى هر غړى د رايې د څرګندونې په وخت كې، د افغانستان د خلكو عمومي مصلحتونه او سترې ګټې د خپل قضاوت محور ټاكي.
ملي شورى له دوو مجلسونو ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه جوړه ده. هېڅوك نشي كولاى په يوه وخت كې د دواړو مجلسونو غړى وي.
1. د ولسي جرګې غړي د خلكو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي.
2. د ولسي جرګې د كار دوره د پنځم كال د چنګاښ په لومړي نېټه پاى ته رسېږي. او نوې شورى په كار پيل كوي.
3. د ولسى جرګې د غړيو انتخابات له ديرشو ورځو څخه تر شپېتو ورځو پورې د ولسى جرګې د دورې ترپاى ته رسېدو څخه د مخه ترسره كېږي.
4. د ولسى جرګې د غړيو شمېر د هر حوزې د نفوسو د شمېر په تناسب د (220) او(250) كسانو ترمنځ دى.
5. انتخاباتي حوزې، او ورسره نور مربوط مسايل د انتخاباتو په قانون كې ټاكل كېږي.
6. د انتخاباتو په قانون كې بايد داسې تدبيرونه ونيول شي چې انتخاباتي نظام دافغانستان د ټولو خلكو لپاره عمومي او عادلانه استازيتوب تاْمين كړي او له هر ولايت څخه لږ ترلږه يوه ښځينه وكيله په اولسي جرګه كې غړيتوب ترلاسه كړي.
د مشرانو جرګې غړي په لاندې ډول انتخاب او ټاكل كېږي:
1. د هرې ولايتي جرګې له غړو څخه يو تن د مربوطې جرګې په انتخاب، د څلورو كلونو لپاره.
2. د هر ولايت د ولسواليو د جرګو له غړو څخه يو تن، د مربوطو جرګو په انتخاب، د دريو كلونو لپاره.
3. . پاتې دريمه برخه غړي د هېواد
له خبيرو او تجربه لرونكو كسانو څخه د پنځو كلونو لپاره د جمهور رئيس له خوا ټاكل كېږي. جمهور رئيس له دې اشخاصو څخه په سلو كې پنځوس ښځې ټاكي. هغه شخص چې د مشرانو جرګى د غړي په توګه انتخابيږي په مربوطه جرګه كې خپل غړيتوب له لاسه وركوي او دده پرځاى د قانون له حكمونو سره سم بل شخص ټاكل كېږي.
هغه څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كېږي، د ټاكونكو پر شرطونو سربېره، دا لاندې صفتونه هم بايد ولري:
1. د افغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه د كانديدېدو يا تعيين ترنېټې لس كاله پخوا يې د افغانستان د دولت تابعيت ترلاسه كړى وي.
2. د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب محكوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوى نه وي.
3. د ولسى جرګې غړيو د عمر پنځه ويشت كاله د كانديدو په ورځ او د مشرانو جرګې غړيو د عمر پنځه دېرش كالـه د كانديـدو يا ټاكـنې په ورځ بشـپړ كړي وي.
د ملى شورى د غړو انتخاباتي وثيقې، د انتخاباتو د څارنې دخپلواك كمېسيون له خوا د قانون له حكمونو سره سم تر څېړنې لاندې نيول كېږي.
د ملي شورى له دواړو جرګو څخه هره يوه د كار د دورې په پيل كې له خپلو غړيو څخه يو تن د يوې تقنينې دورې لپاره د رئيس ، دوه تنه د لومړي نايب او دويم نايب او دوه تنه د منشي او د منشي د نايب په توګه، د يوكال لپاره انتخابوي. دا اشخاص د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اداري هيئت جوړوي. د اداري هيئت وظيفې د هرې جرګې د داخلي وظايفو په اصولو كې ټاكلې كېږي.
د ملي شورى له دواړو جرګو څخه هره يوه د بحث وړ موضوعاتو د كتنې لپاره د داخلي وظايفو د اصولو له مخې كمېسيونونه جوړوي.
ولسي جرګه واك لري دغړيو د دريمې برخې په وړانديز، دحكومت د اعمالو د څېړنې او كتنې لپاره، يو ځانګړى كمېسيون وټاكي. ددې كمېسيون جوړښت او كړنلار د ولسې جرګې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظيمېږي.
ملي شورى دا لاندې واكونه لري:
1. د قوانينو او تقنيني فرمانونو تصويب، تعديل يا لغو كول.
2. د ټولنيزو، فرهنګي، اقتصادي او تكنالوژي پرمختيايي پروګرامونو تصويبول.
3. د دولتي بودجې تصويبول او د پور اخيستو يا وركولو اجازه.
4. د اداري واحدونو منځته راوړل، تعديل او يا لغو كول.
5. د د ولتونو ترمنځ د معاهداتو او بين المللى ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول.
6. په دې اساسى قانون كې نور مندرج واكونه.
·
ولســي جـرګـه لانـدې ځانګړي واكــونه لري:
1. له هر يوه وزير څخه د استيضاح په برخه كې ددې اساسي قانون د دوه نوي يمې مادې د حكم سره سم تصميم نيول.
2. د پرمختيايي پروګرامونو او دولتي بودجې په هكله د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ د نظر د اختلاف په صورت كې نهايى تصميم نيول.
3. ددې اساسى قانون له حكمونو سره سم د مقرريو تاييدول.
ولسى جرګه د خپلو غړو د لسمې برخې په وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي. كه وړاندې شوې توضيح دقناعت وړ نه وي، ولسي جرګه دعدم اعتماد د راى موضوع څېړي. له وزيرڅخه د عدم اعتماد رايه بايد صريحه، مستقيمه او پر پخو دلايلو ولاړه وي، دغه رايه د ولسى جرګې د ټولو غړو د رايو په اكثريت صادرېږي.
د ملي شورى د دواړو جرګو هر يو كمېسيون كولاى شي له هر يوه وزير څخه په ټاكلو موضوعاتو كې پوښتنې وكړي. هغه څوك چې پوښتنه ترې شوې كولاى شي شفاهي يا ليكلى ځواب وركړي.
قانون هغه مصوبه ده چې د ملي شورى د دواړو جرګو له خوا تصويب او د جمهور رئيس له خوا توشيح شوې وي. مګر دا چې په دې اساسي قانون كې بل ډول څرګنده شوې وي. كه جمهور رئيس د ملي شورى له مصوبې سره موافقه ونه لري كولاى شي چې د وړاندې كېدو تر نېټې وروسته يې په پنځلسو ورځو كې د دلايلو له ښوولو سره ملي شورى ته مسترده كړي. ددې وخت په تېرېدو او يا دا چې اولسى جرګه يو ځل بيا هغه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه په دوو برخو رايو تصويب كړي، مصوبه توشيح شوې ګڼله كېږي او نافذېږي.
كه د قانون د طرحې پيشنهاد پر دولت د نوي تكليف يا دعايداتو د لږولو په هكله وي، په دې شرط د كار په لست كې نيول كېږي چې د پيشنهاد په متن كې د جبيره كولو مدرك هم ښوول شوى وي.
د قانون د طرحې پيشنهاد د حكومت له خوا لومړى ولسي جرګې ته وړاندې كېږي. ولسى جرګه دبودجى او مالي چارو په شمول دقانون دطرحي پيشنهاد ، او دپور اخيستو او يا وركولو پيشنهاد له بحث څخه وروسته ديو كل په توګه تصويب يا ردوي. ولسي جرګه نشي كولاى وړاندې شوې طرحه تر يوې مياشتې زيات وځنډوي. ولسې جرګه د پيشنهاد شوي قانون طرح تر تصويب وروسته مشرانو جرګې ته سپاري. مشرانو جرګه د پنځلس ورځو په اوږدو كې د هغه په هكله تصميم نيسي. ملي شورى د دولت د هغو قوانينو، معاهدو او پرمختيايي پروګرامونو په باره كې تصميم نيولو ته لومړيتوب وركوي كوم چې د حكومت د پيشنهاد په بنسټ د عاجل غور كولو ايجاب كوي. كه د قانون د طرحې پيشنهاد له دواړو جرګو څخه د لسو غړيو له خوا وشي، پيشنهاد د نوموړې جرګې د يو پنځمې غړيو ترتاييد وروسته ددې جرګې دكار په لست كې نيول كېږي.
د دولت بودجه او دحكومت پرمختيايي پروګرام د مشرانو جرګې له خوا ددې جرګې د مشورتي نظريې سره يوځاى ولسې جرګې ته سپارل كېږي. د ولسې جرګې تصميم د جمهور رئيس ترتوشيح وروسته، مشرانو جرګې ته تر وړاندې كېدو پرته، نافذ ګڼل كېږي. كه چېرې د ځينو عواملو له مخې د مالي كال تر پيل مخكې بودجه تصويب نشي، د نوې بودجې تر تصويب پورې، د تېر كال بودجه تطبيقېږي. حكومت د مالي كال د څلورمې ربعې په اوږدو كې د راتلونكي كال بودجه د روان كال د بودجې له اجمالي حساب سره ملي شورى ته وړاندې كوي. د تېر مالي كال د بودجې قطعي حساب د راتلونكي كال د شپږو مېاشتو په اوږدو كې د قانون له حكمونو سره سم ملي شورى ته وړاندې كېږي. ولسي جرګه نشي كولاى له بودجې تصويب د يوې مېاشتې څخه زيات او د پور د اخيستلو او وركولو اجازه كوم چې په بودجې كې شامل نه وي، تر پنځلس ورځو زيات وځنډوي. كه چېرې ولسي جرګه په دغه موده كې د پور د اخيستو او وركولو د پيشنهاد په هكله تصميم ونه نيسي پيشنهاد تصويب شوى ګڼل كېږي.
كه چېرې د ملي شورى په اجلاس كې كلنۍ بودجه يا پرمختيايي پروګرام يا د عامه امنيت، د هېواد د خپلواكۍ او ځمكنۍ بشپړتيا سره مربوطه موضوع تر خبرو لاندې وي، د شورى د اجلاس موده د هغه تر تصويب مخكې پاى ته نشي رسېدلاى.
كه چېرې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړلولپاره د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمېر ګډ هيئت ټاكل كېږي. د هيئت پرېكړه د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه ګڼل كېږي. كه ګډ هيئت ونه كړاى شي د نظر اختلاف له منځه يوسي، تصويب رد شوى ګڼل كېږي. كه چېرې تصويب د ولسي جرګې له خوا شوى وي، ولسي جرګه كولاى شي په خپله وروستۍ غونډه كې هغه د خپلو غړو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذ ګڼل كېږي. كه چېرې د دواړو جرګو ترمنځ اختلاف د مالي قوانينو د طرحې په باب وي او ګډ هيئت يې په حل بريالى نشي، ولسي جرګه كولاى شي نوموړې طرح د غړيو د رايو په اكثريت تصويب كړي. دا طرح بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذه ګڼل كېږي.
د ملي شورى هېڅ غړى د هغې رايې يا نظريې له امله چې د وظيفې د اجرا په وخت كې يې څرګندوي، ترعدلي تعقيب لاندې نه نيول كېږي.
كه چېرې د ملي شورى كوم غړى په يوه جرم متهم شي، مسئول مامور له موضوع څخه هغې جرګې ته چې متهم يې غړى دى، خبر وركوي او متهم تر عدلى تعقيب لاندې راتلاى شي. د مشهود جرم په مورد كې، مسئول مامور كولاى شي متهم د هغې جرګې له اجازې پرته چې دى يې غړى دى تر عدلي تعقيب لاندې راولي او وي نيسي. په دواړو حالاتو كې كه چېرې عدلي تعقيب د قانون له مخې د توقيف ايجاب وكړي، مسئول مامور مكلف دى چې له موضوع څخه بې له ځنډه نوموړې جرګې ته خبر وركړي. او دهغه تصويب ترلاسه كړي. كه اتهام د شورى د رخصتۍ په وخت كې رامنځ ته شي، د نيولو او توقيف اجازه د مربوطې جرګې له اداري هيئت څخه ترلاسه كېږي او موضوع د نوموړې جرګې لومړنۍ غونډې ته د تصميم نيولو لپاره وړاندې كېږي.
وزيران كولاى شي د ملي شورى له دوو جرګو څخه په هره يوه كې ګډون وكړي. د ملي شورى هره جرګه كولاى شي خپلې غونډې ته د وزيرانو د حاضرېدو غوښتنه وكړي.
1. د ملي شورى دواړې جرګې په عين وخت كې، بېل بيل مجلسونه كوي.
2. د دواړو جرګوګډې غونډې په لاندې حالاتو كې جوړېدلاى شي:
1. په هغه وخت كې چې تقنينيه دوره يا كلنۍ غونډه د جمهور رئيس له خوا پرانيستل كېږي.
2. په هغه حالاتوكې چې جمهور رئيس يې ضروري تشخيص كړي.
3. د ولسي جرګې رئيس د ملي شورى د ګډو غونډو مشري كوي.
د ملي شورى غونډې علني دي، مګر دا چې د مجلس رئيس يا لږ ترلږه د ملى شورى لس تنه غړي يې د سرى تـوب پيشنهاد وكـړي او جـرګه دا پيشنهاد ومني. هېڅوك نشي كولاى چې په زور د ملي شورى ودانۍ ته ننوزي.
د ملي شورى د هر مجلس نصاب د رايى اخيستلو په وخت كې د غړو د اكثريت په حضور سره بشپړېږي او تصميمونه يې د حاضرو غړو د رايو په اكثريت نيول كېږي، مګر په هغو مواردو كې چې دې اساسي قانون بل ډول تصريح كړى وي.
ملي شورى په هر كال كې دوې عادي غونډې دايروي. د ملي شورى د دواړو جرګو د غونډو د كار موده په هر كال كې نه مياشتې ده. د اړتيا په وخت كې شورى كولاى شي دا موده اوږده كړي. د رخصتيو په ورځو كې د ملي شورى فوق العاده غونډې د جمهور رئيس په امر دايرېداى شي.
د ملي شورى د غړي د مړينې، استعفى او عزل يا د داسې دايمې معلولېدو او معيوبېدو په صورت كې چې په دايمي توګه د وظيفې د اجراء خنډ شي ، د پاتې تقنينيه دورې لپاره د نوي استازي تعيين د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي. د ملي شورى د غړيو د حاضرېدو يا نه راتلو سره مربوطې چارې د داخلي وظايفو په اصولو كې تنظمېږي.
د تقنينيه دورې په وروستني يوكال كې د انتخاباتو دقانون د بدلېدو پيشنهاد د ملي شورى د كار په لست كې نشي نيول كېدلاى .
شپږم څپرکی
لويه جرګه
·
لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى. لويه جرګه : 1. د ملي شورى له غړيو، 2. دولايتونواو ولسواليو دجرګو له رئيسانوجوړېږي. وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړي كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي.
·
لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايرييږي: 1. د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول. 2. ددې اساسي قانون د حكمونوتعديل. 3. ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول.
·
لويه جرګه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توګه ټاكي.
·
د لويې جرګې نصاب د رايې اخيستو په وخت كې د غړيو په اكثريت سره بشپړېږي. د لويې جرګې تصميمونه، له هغو مواردو پرته چې په دې اساسى قانون كې صريحاً ذكر شوي، د ټولو غړيو د رايو په اكثريت، نيول كېږي.
·
د لويې جرګې بحثونه علني دي، مګر دا چې د غړيو څلورمه برخه يې د سريت غوښتنه وكړي او لويه جرګه دا غوښتنه ومني.
·
د لويې جرګې د جريان په وخت كې د دې اساسي قانون (د يوسلويومې) او(يوسلودويمې) مادو مندرج احكام دهغې د غړيو په باب تطبيقېږي.
اووم څپرکی
قضاء
قضائيه قوهْ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت خپلواك ركن دى. قضائيه قوه له يوې سترې محكمې، داستيناف له محكمو او ابتدائيه محكمو څخه جوړه ده چې تشكيلات او واكونه يې د قانون له ليارې تنظيمېږي. ستره محكمه د سترقضايي اورګان په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د قضايې قوې په سركې ده.
ستره محكمه نهه تنه غړي لري چې د جمهور رئيس له خوا د ولسى جرګې په تاييد اوددې اساسي قانون د (پنځوسمې) مادې د وروستۍ فقرې او د (يوسلو اتلسمې) مادې دحكمونو په رعايت د لسوكلونو لپاره ټاكل كېږي. د غړيو ټاكل د دوهم ځل لپاره جواز نه لري. جمهور رئيس د سترې محكمې يو غړى د سترې محكمې د رئيس په توګه ټاكي. د سترې محكمې غړي ددې اساسي قانون په (يوسلو اوه وېشتمې) مادې كې له راغلي حالت پرته، د خدمت د دورې تر پاى پورې له خپلو وظيفو څخه نه عزلېږي.
د سترې محكمې غړى بايد لانديني شرايط ولري:
1. . د ټاكلو په وخت كې د رئيس او غړو عمر ترڅلوېښتو كلو لږ نه وي.
2. . د افغانستان تبعه وي.
3. . په حقوقي يا فقهي علومو كې لوړې زده كړې او دافغانستان په قضايي نظام كې تخصص او كافى تجربه ولري.
4. . د ښه سيرت او نېك شهرت لرونكى وي.
5. . د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو او دجنايت په ارتكاب محكوم نه وي او يا له مدني حقوقو محروم شوى نه وي.
6. . د وظيفې د تصدۍ په وخت كې په هيڅ سياسي ګوند كې غړيتوب ونه لري.
د سترې محكمې غړې د وظيفې ترپيل مخكې ، د جمهور رئيس په وړاندې دا لوړه كوي: بسم الله الرحمن الرحيم "په نامه لوړه كوم چې د اسلام د سپيڅلي دين، د لوى خداى له احكامو، په دې اساسي قانون او نورو قوانينو كې له راغلو نصوصو سره سم حق او عدالت تاْمين او دقضاء وظيفه په بشپړ امانت، صداقت او بې طرفۍ اجراء كړم!"
د قضايې قوې صلاحيت د ټولو هغو دعوو غور ته شاملېږي، چې د دولت په شمول د حقيقي يا حكمي اشخاصو له خوا د مدعي يا مدعي عليه په حيث د قانون له حكمونو سره سم د محكمې په وړاندې اقامه شي.
ستره محكمه يوازې د حكومت اويا د محكمو د غوښتنې پر اساس له اساسى قانون سره د قوانينو، تقنيني فرمانونو بين الدول معاهدو او بين المللى ميثاقونو مطابقت څيړي او په باره كې وړ قرار صادروي. ستره محكمه د اساسى قانون، د قوانينو او د تقنيني فرمانونو د تفسير واك لري.
هېڅ قانون نشي كولاى په هېڅ حال كې، كومه قضيه يا ساحه څرنګه چې په دې فصل كې مشخص شوې د قضايې قوې له صلاحيت څخه وباسي او بل مقام ته يې وسپاري. دا حكم د هغوخاصو محكمو چې ددې اساسي قانون په (نهمه شپېتمې ? اته اويايمې او يوسلواوه ويشتمې) مادو كې راغلى او د نظامي محكمو د تشكيل مخه نه نيسي. د دې ډول محكمو تشكيل او صلاحيت د قانون له ليارې تنظيمېږي.
ددې اساسي قانون دحكمونو په رعايت د محكمو په تشكيل، صلاحيت او اجراآتو پورې مربوطه قواعد او په قاضيانو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
د قضايي قوې د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو په برخه كې، د دولت د مامورينو او نورو اداري كاركوونكو د مربوطو قوانينو حكمونه نافذ دي خو تقرر، انفكاك، ترفيع، تقاعد، مجازات او مكافات يې د سترې محكمې له خوا له قانون سره سم تر سره كېږي.
د قضايي قوې بودجه دحكومت په مشوره د سترې محكمې له خوا ترتيبېږي اود دولت د بودجې د يوې برخې په توګه دحكومت له خوا ملي شورى ته وړاندې كېږي. د قضايي قوې د بودجې تطبيق د سترې محكمې خپل صلاحيت دى.
د سترې محكمې غړي، د خدمت د دورې ترسرته رسېدو وروسته، د پاتې ژوند په اوږدو كې د خدمت د دورې له مالي حقوقو څخه برخمن كېږي، په دې شرط چې په دولتي اوسياسي چارو بوخت نشي.
كه چېرې د ولسي جرګې تر درېمې برخې زيات غړي، د سترې محكمې د رئيس يا غړو محاكمه د وظيفوي جرم يا د جنايت د ارتكاب د اتهام په اساس وغواړي او ولسي جرګه دا غوښتنه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت تصويب كړي، متهم له دندې څخه عزل او موضوع خاصې محكمې ته سپارل كېږي. د محكمې تشكيل او د محاكمې طرزالعمل د قانون په وسيله تنظيمېږي.
د افغانستان په محكمو كې محاكمه په علني ډول دايرېږي او هرڅوك حق لري د قانون له حكمونو سره سم په هغې كې ګډون وكړي. محكمه كولاى شي په داسې حالاتو كې چې په قانون كې څرګند شوي يا د محاكمې سري توب ضروري وګنل شي، سرې غونډې دايرې كړي خو د حكم اعلان بايد علني وي.
محكمه مكلفه ده د خپل صادر كړي حكم اسباب په فيصله كې ذكر كړي. د محكمو د ټولو قطعى فيصلو عملي كول واجب دي خو د يوشخص د وژلو د حكم په حالت كې د جمهور رئيس منظوري شرط ده.
محكمې ترغور لاندې قضاياووكې ددې اساسي قانون او نورو قوانينو حكمونه تطبيقوي. كه چېرې د غور لاندې قضاياوو له جملې څخه د كومې قضيې لپاره په اساسي قانون او نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي، محكمه د حنفي فقهې د احكامو له مخې او په هغو حدودو كې دننه چې دې اساسي قانون ټاكلي، قضيه په داسې ډول حل او فصل كوي چې عدالت په ډېره ښه توګه تاْمين كړي.
محكمې د اهل تشيع لپاره په شخصيه احوالو پورې مربوطو قضاياووكې د تشيع د مذهب حكمونه د قانون له احكامو سره سم تطبيقوي. په نورو دعوو كې هم كه په دې اساسي قانون يا نورو قوانينو كې حكم موجود نه وي او ددعوا دواړې خواوې له اهل تشيع وي، محكمې قضيه ددې مذهب له حكمونو سره سم حل او فصل كوي.
قاضيان د سترې محكمې په پيشنهاد او د جمهور رئيس په منظورۍ ټاكل كېږي. د قاضيانو مقرري، تبديلي، ترفيع، مواخذه او د تقاعد پيشنهاد د قانون له حكمونو سره سم د سترې محكمې صلاحيت دى. ستره محكمه د اجرايى اوقضايى چارو د ښه تنظيم او د لازمو اصلاحاتو د تاْمين لپاره، د قضائيه قوې، عمومي اداري آمريت تاْسيسوي.
كه چېرې قاضي د جنايت په ارتكاب متهم شي. ستره محكمه د قانون له حكمونو سره سم د قاضي پرحالت غور كوي. كه چېرې ستره محكمه دده د دفاع تر اورېدو وروسته اتهام وارد وبولي جمهور رئيس ته يې د عزل پيشنهاد كوي او د جمهور رئيس له خوا تر منل كېدو وروسته متهم قاضي د جمهور رئيس په منظورۍ له دندې څخه عزل او د قانون له حكمونو سره سم جزا وركوله كېږي.
د جرمونو كشف د پوليس په وسيله او دجرمونو تحقيق او په محكمه كې پرمتهم باندې د دعوا اقامه د څارنوالۍ له خوا، د قانون له احكامو سره سم كېږي. څارنوالي د اجرائيه قوې برخه ده او په خپلو اجراآتو كې استقلال لري. د څارنوالۍ تشكيل، صلاحيت او د اجراآتو څرنګوالى د قانون له ليارې تنظيمېږي. د وسله والو ځواكونو، پوليسو او د ملى امنيت كاركوونكو د وظيفوي جرمونو كشف او تحقيق د خاص قانون له ليارې تنظيمېږي.
كه د دعوى لورى په هغه ژبه چې محاكمه پرې كېږي ونه پوهېږي، د قضيې پر موادو او اسنادو باندې د اطلاع او په محكمه كې په خپله مورنۍ ژبه د خبرو كولو حق د ترجمان پواسطه ورته تامينېږي.
اتم څپرکی
اداره
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اداره د مركزي ادارې او محلي اداراتو د واحدونو پر اساس له قانون سره سم تنظمېږي. مركزي اداره پرځينو اداري واحدونو وېشل كېږي چې د هرې يوې په سركې يو وزير وي. د محلي ادارې واحد ولايت دى. د ولايتونو او مربوطه ادارو شمېر، ساحه، برخې او تشكيلات د نفوسو د شمېر، ټولنيزې او اقتصادي وضعې او جغرافيايي موقعيت پر اساس د قانون له ليارې تنظيمېږي.
حكومت د مركزيت د اصل په ساتلو سره د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي چارو دګړندي كولو، ښه والى او د ملي ژوند په پرمختګ كې د خلكو د لازياتې ونډې اخيستلو په منظور، لازم صلاحيتونه د قانون له حكمونو سره سم محلى ادارې ته سپاري.
په هر ولايت كې يوه ولايتي جرګه جوړېږي. د ولايتي جرګې غړي له قانون سره سم د نفوسو په تناسب، د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د ولايت د اوسېدونكو له خوا د څلورو كلونو لپاره ټاكل كېږي. ولايتي جرګه له خپلو غړيو څخه يو تن د رئيس په توګه ټاكي.
ولايتي جرګه د دولت د پرمختيايي اهدافو اود ولايت د چارو د ښه كېدو په تاْمينولو كې لكه څنګه چې په قوانينوكې څرګنده شوې، برخه اخلي او په ولايت پورې د مربوطو چارو په باب، مشوره وركوي. ولايتي جرګه خپلې دندې د ولايت د ادارې په مرسته ، سرته رسوي.
د محلى ادارې د چارو دسمون او په هغې كې د خلكو د فعالې ونډې اخيستو د تاْمين په مقصد، په ولسواليو او كليو كې د قانون له حكمونو سره سم جرګې جوړېږي. ددې جرګو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاكنو له مخې د سيمې د اوسېدونكو له خوا د دريو كلونو لپاره ټاكل كېږي. په محلى جرګو كې د كوچيانو ګډون د قانون له حكمونو سره سم تنظيمېږي.
د ښاري چارو د ادارې لپاره ښاروالي تشكيلېږي. ښاروال او د ښاري مجلسونو غړي د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي. په ښارواليو پورې مربوطې چارې د قانون له ليارې تنظيمېږي.
دولت ددې اساسى قانـون د حكمونو د تعميل او د منـدرجو ارزښـتونودتاْمـين لـپاره لازمې اداري جوړوي.
نهم څپرکی
اضطراري حالت
كه دجګړې، دجګړې د خطر، وخيم اغتشاش او طبيعى آفاتو او يا ورته حالت له امله د خپلواكۍ او ملي ژوند ساتنه له هغه بهير څخه چې په اساسي قانون كې ټاكل شوى، ناشونې وګرځي د جمهور رئيس له خوا د ملي شورى په تاْييد د هېواد په ټولو او يا ځينې برخو كې اضطرارى حالت اعلانېږي. كه اضطراري حالت تر دوو مېاشتو زيات دوام ومومى د هغه د اوږدولو لپاره د ملي شورى موافقه شرط ده.
په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي د ملي شورى او د سترې محكمې له رئيسانو سره په مشوره د ملي شورى ځينې صلاحيتونه حكومت ته انتقال كړي.
په اضطراري حالت كې جمهور رئيس كولاى شي چې د ملي شورى، د سترې محكمې د رئيسانو تر تاْييد وروسته د اساسي قانون لانديني حكمونه وځنډوي او يا قيود پرې ولګوي:
1. . د اووه وېشتمې مادې دويمه فقره.
2. . شپږ دېرشمه ماده .
3. . د اووه دېرشمې مادې دويمه فقره.
4. . د اته دېرشمې مادې دويمه فقره.
د اضطرار په حالت كې اساسي قانون نه تعديلېږي.
كه چېرې د جمهوري رياست دوره او يا دملي شورى تقنيني دوره د اضطرار په حالت كې پاى ته ورسېږي، د نويو انتخاباتو تر سره كېدل ځنډېږي او د جمهور رئيس او ملي شورى د غړيو د خدمت موده تر (څلورو) مياشتو پورې، تمديدېږي. كه اضطراري حالت ترڅلورو مېاشتو زيات اوږد شي، لويه جرګه د جمهور رئيس له خوا راغوښتله كېږي. د اضطراري حالت تر پاى ته رسېدو وروسته، د دوو مېاشتو په دننه كې انتخابات ترسره كېږي.
د اضطراري حالت په پاى ته رسيدو سره هغه اقدامات چې ددې اساسي قانون د (يوسلوڅلورڅلوېښتمې او يوسلو پنځه څلوېښتمې) مادو له مخې شوې، بې له ځنډه له اعتباره لوېږي.
لسم څپرکی
تعديل
يوسلو نهه څلوېښتمه ماده
د اسلام د سپېڅلي دين له حكمونو څخه د پيروۍ اصل او جمهوري نظام نه تعديلېږي. د اتباعو د اساسي حقوقو تعديلول يوازې د هغوى د حقوقو د ښيګنې په منظور جواز لري. ددې اساسي قانون د نورو موادو تعديل د وخت د غوښتنواو تجربوله مخې، ددې اساسي قانون د (اوه شپېتمې او يوسلوشپږڅلوېښتمې) مادو په رعايت سره، د جمهور رئيس يا د ملي شـورى د اكثريت په پيشنهاد كېږي.
يو سلوپنځوسمه ماده
د تعديل د پيشنهاد لپاره د جمهور رئيس په فرمان دحكومت، ملي شورى، او د سـترې محكمې د غړيو له منـځه ، يو هيئت جـوړېږي او د تعديل طرح تياروي. د تعديل د تصويب لپاره لويه جرګه، د جمهور رئيس په فرمان او دلويې جرګې د فصل له حكمونو سره سم راغوښتل كېږي. كه لويه جرګه د ټولو غړيو له دريو برخو څخه د دوو برخو په اكثريت د تعديل طرح تصويب كړي، د جمهور رئيس تر توشيح وروسته نافذېږي.
يوولسم څپرکی
متفرقه حكمونه
جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران او د سترې محكمې رئيس او غړي د خپلې وظيفې په وخت كې نشي كولاى له دولت او اشخاصو سره هېڅ ډول انتفاعى معامله ترسره كړي. هغه معاملې چې د شخصى اړتياوو د تامين په منظور ترسره كېږي، له دې حكم څخه مستثنى دى.
جمهور رئيس، د جمهور رئيس مرستيال، وزيران، د ملي شورى او د سترې محكمې، رئيسان او غړي او قاضيان نشي كولاى د وظيفې د تصدۍ په موده كې په نورو مشاغلو لاس پورې كړي.
قاضيان ، څارنوالان، د وسله والو ځواكونو د پوليسو منصبداران او دملي امنيت كاركونكى نشى كولى د دندې د تصدى په موده كې په سياسي ګوندونو كې غړيتوب ولري.
د جمهور رئيس، د جمهور رئيس د مرستيال، وزيرانو او د سترې محكمې د غړو شتمني، دخدمت تر دورې وړاندې او وروسته، د هغه اورګان په وسيله چې قانون يې ټاكي ثبت، څېړل او خپرېږي.
د جمهور رئيس مرستيال، وزيرانو، د ملي شورى او دسترې محكمې رئيسان او غړيو ته د قانون له حكمونو سره سم ، مناسب معاش ټاكل كېږي.
دولسم څپرکی
انتقالى حكمونه
·
د ملت د بابا لقب او هغه امتيازونه چې د 1381 هـ ل كال د اضطراري لويې جرګې له خوا د افغانستان پخواني پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه ته وركړل شوي دي، ددې اساسي قانون له حكمونو په رعايت سره سم د ژوند تر پايه د دوى لپاره محفوظ دي.
ددې اساسي قانون له نافذيدو څخه د ملى شورى د افتتاح تر نېټې پورې موده د انتقال دوره ګڼل كېږي. د افغانستان انتقالى اسلامى دولت د انتقال په دوره كې لاندينۍ وظيفې سرته رسوي :
1.
1. د شپږمېاشتو په دننه كې د جمهوري رياست، ملي شورى او محلى جرګو دانتخاباتو په اړه د تقنيني فرمانونو صادرول.
2. له يوه كال څخه په كمه موده كې د محكمو دصلاحيتونو او تشكيلاتو او داساسى تشكيلاتو پرقانون باندې د كار پيل په اړه دفرمانونو صادرول.
3. د انتخاباتو دڅارنې دخپلواك كمېسيون جوړول.
4. د اجرايې اوقضايى چارو د غوره تنظيم په منظور د لازمو اصلاحاتو سرته رسول.
5. د دې اساسي قانون د حكمونو د تطبيق په برخه كې د زمينې د برابرولو لپاره لازم تدبيرونه نيول.
لومړنى منتـخب جمهور رئيـس د انتـخاباتو د نتايجو تر اعـلان دېرش ورځـې وروستـه په كـار پيل كوي . د ملى شورى انتخابات د جمهور رئيس له انتخاب څخه وروسته د يوه كال څخه په كمه موده كې دايريږي. دملى شورى واكونه د هغه د تاْسيس تر مودې پورې ددې اساسي قانون له مخې حكومت ته سپارل كېږي او موْقته ستره محكمه د جمهور رئيس په فرمان جوړېږي.
ملى شورى خـپل وظايف او واكـونه ددې اساسي قانون د حكمونو له مخې د تاْسيس سره سـم عملي كوي. د ملي شورى له لومړنۍ غونډې وروسته د دېرشو ورځو په موده كې حكومت او ستره محكمه ددې اساسي قانون له حكمونو سره سم تشكيلېږي. د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت رئيس تر هغه وخته پورې چې منتخب جمهور رئيس په كار پيل كړى نه وي وظيفه سرته رسوي. ددې اساسي قانون د يوسلو اووه پنځوسمې مادې د څلورمې فقرې د حكم په رعايت، د دولت اجرايې او قضايې ارګانونه د حكومت او سترې محكمې ترتشكيل پورې خپلو وظايفو ته ادامه وركوي. هغه تقنيني فرمانونه چې د موقتې دورې له پيل څخه وروسته نافذ شوي دي د ملي شورى لومړنى غونډې ته راجع كېږي. دا فرامين تر هغه وخته پورې چې د ملى شورى له خوا لغوه شوي نه وي نافذ ګڼل كېږي.
دا اساسى قانون د لويې جرګې له تصويب څخه وروسته نافذ او د افغانستان د انتقالى اسلامى دولت د رئيس لخوا توشيح او اعلامېږي. او په نفاذ سره يې ددې اساسي قانون له حكمونو مغاير قوانين او تقنيني فرمانونه لغوه كېږي.
+ نوشته شده توسط sharafatrahimi در شنبه 31 اردیبهشت1390 و ساعت
7:44 |